ایکنا نیوز د Finebooksmagazine له قوله راپور راکوي، د امریکا د ټکساس ایالت د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم د نړۍ د اسلامي هېوادونو د قرآن د خطي نسخو د نندارتون کوربه دی.
دا نندارتون یوه ځانګړې پیښه ده، چې د قرآن د کتابت د هنر پرمختګ ښئي.
دا ټولګه پر دولسو شاهکارونو تمرکز لري، چې له اوومې پیړۍ څخه تر نولسمې پیړۍ پورې له پړاؤنو سره اړه لري او د ۱۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د اسلامي ټاټوبو د نفیسو خطي نسخو د تولید بهیر نندارې ته وړاندې کوي.
په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي ځیني مهم موردونه هم ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
۱- د اوومې پیړۍ د مینځني پړاؤ یوه خطي پاڼه، چې په سعودي عربستان کې د حجازي خط په سبک پر پوستکي لیکل شوې او د قرآن له تر ټولو پخوانیو نسخو څخه ده، چې یوازې ځینې پاڼې او ټوټې ئې پاتې دي.
۲- له ایران څخه یوه خطي نسخه په ښکلي تذهیب سره، چې د ۱۲۶۰ هـ.ق / ۱۸۴۴-۴۵ کال پورې اړه لري، د خوشنویس میر عبدالکریم محمد صادق الحسیني الیزدي لخوا لاسلیک او تاریخ شوې، چې د رنګ، اوبو رنګ او سرو زرو په کارولو سره پر کاغذ لیکل شوې ده.
۳- د سره دین یا مذهب نسخه ۲ (۲۰۰۹) اثر، چې د پوران جینچي لخوا دی؛ دا یو اوسمهاله اثر دی، چې پر کاغذ د رنګ په کارولو سره لیکل شوی او د قرآن یو مهم اړخ، یعنې تجوید یا د هغه سم تلاوت ښئي، چې د خوشخطۍ پر کیفیت ولاړ دی او د نندارې د لیدونکي پام له کلمو څخه د هغې مفهوم ته اړوي.
۴- د آیت الکرسي طومار (۲۰۱۵)، چې د استاد خوشنویس حاجي نورالدین لخوا دی او د قلم درګی او د چینائي خوشخطۍ قلمموي په سټال سره دی، چې د آیت الکرسي د لیکلو لپاره کارول شوی دی.
دا نندارتون به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۸ (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۷) پورې دوام وکړي.
د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم یو هنري میوزیم دی، چې په هیوسټن، ټکساس کې موقعیت لري. د دغه میوزیم دایمي ټولګه د ۵۰۰۰ کلونو تاریخ لري اوکابو اتیا زره ( ۸۰۰۰۰ )آثار له شپږو براعظمونو څخه پکې غونډ شوي دي. د نندارې د ځای له پلوه، دا میوزیم په امریکائي براعظم کې دویم لوي هنري میوزیم دی.
دو کاله وړاندې، د شپږو نویو ګالریو په اضافه کولو سره، د دغه میوزیم د اسلامي هنر برخې مساحت کابو دوه برابره شو. اوس مهال د میوزیم د اسلامي برخې ګالریو له اوومې پیړۍ څخه تر نولسمې پیړۍ پورې د آثارو پراخه ټولګه لري، چې پکې خطي نسخې، سرامیک، منبت کاري شوي فلزات او ټوکرونه د مراکش، هسپانیې، تیونس، مصر، ترکیې، سورئې، ایران، عراق، ازبکستان، افغانستان او هند په شمول له بېلابېلو هېوادونو څخه شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4303161